نړۍ

د شانګهای د همکارۍ سازمان: په یوه کال کې د ۱۸۱ ترهګریزو بریدونو مخه نیول شوې

د شانګهای د همکارۍ سازمان د سیمه ییزې اجرایوي کمېټې مشر روسلان میرزایف وايي، د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو استخباراتي ادارو په ۲۰۲۳ کال کې د ۱۸۱ ترهګریزو بریدونو مخه نیولې ده.

سپوتنیک خبري آژانس د شانګهای سازمان د دغه چارواکي په حواله خبر ورکړی، چې په دغه موده کې د نړیوالو ترهګرو سازمانونو ۲۱۴ بهرنی جنګیالي او يوزرو ۱۸۵ غړي او همکاران نیول شوي دي.

میرزایف د شانګهای د همکاریو سازمان د غړیو هېوادونو د سترو محکمو د مشرانو د غونډې په څنډه کې وویل:« د ترهګرۍ ضد جوړښت د ۲۰۲۳ کال د پایلو پر بنسټ د شانګهای د همکارۍ د سازمان د غړو هېوادونو د باصلاحیته چارواکو په ګډ کاري بهیر کې د عملیاتي معلوماتو د تبادلې له لارې، د ٩٥ اصلي ترهګرو سازمانونو فعالیت ځپلى، د ١٨١ ترهګريزو بریدونو مخه نيول شوې او دوه زره لس د افراطیت او  ترهګريز جنايتونه يې  پېژندلي او ځپلي دي.»

هغه دغه راز د ۹۵ اصلي ترهګرو سازمانونو د فعالیتونو د شنډولو اعلان وکړ او ویې ویل، ۱۳ تمویلونکي چینلونه او د کډوالۍ ۲۶ ناقانونه چينلونه چې د ترهګريزو او افراطي موخو لپاره کارول کېدل کشف شوي دي.

د شانګهای د همکارۍ سازمان د سیمه ییزې اجراییوي کمېټې د مشر په وینا، په ۲۰۲۳ کال کې د شانګهای د همکارۍ سازمان په غړیو هېوادونو کې د وسلو او مهماتو د قاچاق ۱۴ ناقانونه چينلونه چې په کې يو زر۵۸۹ میله وسلې، ۷۷۷ چاودېدونکي توکي، ۱۸۸ کیلوګرامه  چاودېدونکي توکي او څه باندې ۶۶۶ ټنه نشه يى توکي د سیمه ييز ترهګرۍ ضد جوړښت لخوا پیژندل شوي او نیول شوي دي.

د شانګهای د همکارۍ سازمان په ۲۰۰۱ کال کې تاسیس شو، په دغه سازمان کې هند، ایران، قزاقستان، چین، قرغزستان، روسیه، تاجکستان، پاکستان او ازبکستان شامل دي. افغانستان، بیلاروس او منګولیا ناظر هېوادونه دي او اذربایجان، ارمنستان، کمبودیا، نیپال، متحده عربي امارات، ترکیه او سریلانکا د دې سازمان شريکان دي.