نړۍ

په رفح ښار د اسرائیلي ځواکونو په بریدونو کې لسګونه فلسطینیان وژل شوي 

په غزه کې روغتیايي چارواکي وايي، پر غزې د اسرائیلي ځواکونو په هوايي او ځمکنیو بریدونو کې ۶۰ فلسطینیان وژل شوي دي.

ویل کېږي چې د حماس د ځواکونو او اسرائیلي پوځیانو ترمنځ په جګړه کې یو شمېر قربانیان د رفح ښار په سوٸل کې په سیمو کې بند پاتې دي.

د غزې اوسیدونکو رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې اسرایلي ټانکونو جنوب ختیځ او د رفح د لویدیځې سیمې په لور پرمختګ کړی دی.

يو تن اوسيدونکي چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي وويل: نيواکګر (اسراييلي ځواکونه) هڅه کوي چې  لويديځ لورته لاړ شي، دوى د يبنا په څنډه کې دي چې ګڼ نفوسه ده. دوی تر اوسه پرې برید نه دی کړی.»

هغه رویټرز ته د چټ يو اپلیکیشن له لارې زياته کړه : «موږ د چاودنو غږونه اورو او وینو چې تور لوګی د هغو سیمو څخه پورته کیږي چیرې چې اردو برید کړی دی. دا یوه بله سخته شپه وه.»

دا په داسې حال کې ده، چې د ناروې، ایرلنډ او هسپانیې په ګډون یو شمېر اروپايي هېوادونو  په دې وروستیو کې اعلان کړی چې فلسطین د یوه خپلواک هېواد په توګه په رسمیت پېژني.