افغانستان

طالبانو د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې د سېلابونو د راوتو د احتمال خبرداری ورکړی

د طالبانو تر ادارې لاندې د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو دراوتلو د احتمال خبرداری ورکړی دی.

د طالبانو د وزارت په یوه خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه سخت بارانونه او سیلابونه  نن (پنجشنبه د غبرګولي په دریمه) او سبا (جمعه، د غبر ګولې په څلورمه) د بدخشان، کونړ، نورستان، پنجشیر، تخار، کندز، بغلان، تخار، کندز او بغلان په ولایتونو کې رامنځ ته شي. کاپيسا، لغمان، پروان، کابل، سمنګان، بلخ، ميدان وردګ، باميان، سرپل، دايکنډي، جوزجان، فارياب، بادغيس او غور اټکل شوي دي.

په دې خبرپاڼه کې د دغو ولايتونو په بېلابېلو سيمو کې د اورښت اندازه له ١٥ او ٥٠ ملي مترو پورې اټکل شوې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې سرپل او فاریاب ولایتونو کې د تیرې شپې د سیلابونو له امله  تردې دمه ۱۵ تنه مړه شوي دي.