افغانستان

طالبانو په دوحه کې د راتلونکې غونډې په اړه بحث وکړ

د طالبانو تر ادارې لاندې ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دوی د سیاسي مرستیال عبدالکبیر په مشرۍ د دوی سیاسي کمېسیون د دوحې د ناستې په اړه خبرې کړې دي.

ټاکل شوې چې د دوحې درېیمه غونډه د راتلونکې میاشتې په ۳۰مه (د ۲۰۲۴ کال د جون په میاشت کې) په قطر کې جوړه شي.

د دې غونډې په تېر پړاو کې طالبانو ګډون نه و کړى.

که څه هم طالبانو په دې ناسته کې د ګډون لپاره شرایط نه دي په ډاګه کړي؛ خو د دوى د وزيرانو سياسي مرستيال په سياسي چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستيالې سره په ليدنه کې وويل، چې دوى غواړي په دې ناسته کې يې روښانه دريځ ومنل شي.

سټیفان دوجاریک په یوه خبري غونډه کې ويلي، چې د افغانستان په اړه د دوحې درېیمه غونډه به د جون په ۳۰ مه په دوحه کې د نړۍ د هېوادونو د استازو په ګډون او د ملګرو ملتونو په کوربه توب جوړه شي.