افغانستان

په سرپل کې د سېلابونو له امله دمړو شمېر ۶ تنو ته ورسېد 

په سرپل ولایت کې د سیلابونو په پایله کې د پنځو ښځو او یو ماشوم په ګډون ۶ تنه مړه شوي دي.

د سرچينو له دې وړاندې آمو سره په اړيکه کې ویلي وو چې د مړو شویو شمیر دوه تنه وو.

خو دغه سرچینې آمو ته په یوه نوي پیغام کې ویلي، چې دا شمېره لوړه شوې او تر دې دمه د سيلابونو له امله پنځو ښځو او یو ماشوم ژوند له لاسه ورکړى دى.

په ورته مهال، سرچينو همدارنګه آمو ته ويلي، چې د تېرې شپې د سېلابونو له امله په فاریاب کې ۹ تنه مړه شوي دي.

ولسي سرچینو آمو ته وویل چې د فاریاب ولایت په لولاش ولسوالۍ کې هم د تېرې شپې د سېلابونو له امله د مړو  شمېر  ۹ تنو ته لوړ شوی او د ۸ تنو جسدونه لا هم نادرکه دي.

دغه سرچینې وايي چې لا هم د تلفاتو د زیاتوالي احتمال شته.

د دغو سرچينو د معلوماتو پر بنسټ ياد سېلابونه د دغه ولايت د لولاش ولسوالۍ د خواجه هشتمين او غرجي په کليو کې راوتلي دي.