نړۍ

بريتانيا د خپلو عمومي ټاکنو نېټه اعلان کړه

د بريتانيا لومړي وزير ريشي سوناک ويلي، چې هېواد به يې د جولای په څلورمه عمومي ټاکنې ترسره کړي.

رویټرز راپور ورکړی چې د ښاغلي سوناک لخوا اعلان شوی وخت څو میاشتې له هغه وخت مخکې دی چې تمه کېده ټاکنې پکې ترسره شي.

د دغه راپور له مخې ښاغلي سوناک پرون (چهارشنبه، د مې ۲۲) د لندن په ډاونینګ سړک کې د خپل دفتر مخې ته په برطانیه کې د عمومي ټاکنو وخت اعلان کړ.

هغه وویل: «اوس وخت دى چې بريتانيا خپل راتلونکی وټاکي او پرېکړه وکړي چې ایا  غواړي هغه پرمختګ ته وده ورکړي چې موږ رامنځته کړي دي یا لومړۍ نقطې ته د بیرته ورګرځیدو خطر په غاړه اخلي.»

د بريتانيا لومړي وزير د دغه هېواد خلکو ته په وينا کې وويل: «په راتلونکو څو اوونيو کې به د هرې رايې لپاره مبارزه وکړم. زه به ستاسو باور ترلاسه کړم او تاسو ته به دا ثابت کړم چې زما په مشرۍ یوازې یو محافظه کار حکومت به زموږ اقتصادي ثبات له خطر سره مخامخ نه کړي.»

هغه د کارګر مشر کیر سټارمر هم تورن کړ چې تل «آسانه لاره» اخلي او هیڅ اجنډا نلري.

خو سټارمر، د کارګرګوند چې کيڼ انحراف وروسته يې د سیاسي مرکز ډګر ته راوستی، په یو بیان کې یې په یوه کلمه «بدلون» ځواب ورکړى.

هغه د برتانیا خلکو ته وویل: «د جولای په څلورمه تاسو (رایه ورکوونکي) د ټاکنې حق لرئ او موږ په ګډه کولی شو د ګډوډۍ مخه ونیسو.» موږ کولی شو پاڼه بدله کړو. موږ کولی شو د بریتانیا بیارغونه او دخپل هیواد بدلون پيل کړو.»

دا په داسې حال کې ده، چې رايټرز ويلي، تمه کېږي د ریشي سوناک محافظه کار ګوند ١٤ کاله وروسته له کارګر ګوند په وړاندې ماتې وخوري.