افغانستان

«له افغانستانه د ترهګرۍ ګواښ مخ په زیاتېدو دی»

اوراسيا نیوز – تحلیلي شبکې په یوه نوي تحلیل کې ویلي چې له افغانستان څخه د «ترهګرۍ» ګواښ مخ په زیاتېدو دی.

په دې تحلیل کې راغلي، چې «له افغانستانه د تروریزم بیا راژوندي کېدونکي او مخ په زیاتیدونکي ګواښ» له امله متحده ایالات دې ته اړتیا لري چې د ترهګرۍ ضد ستراتیژيو باندې له سره بیا ارزونه وکړي.

دغې خبري-تحليلي شبکې همداراز لیکلي، چې له ۲۰۰۱ کال څخه تر اوسه په پاکستان کې تر ۸۰ زره ډېر امنیتي ځواکونه او ملکي وګړي په «ترهګريزو» بریدونو کې وژل شوي چې د دغه هېواد پر اقتصاد یې «ویجاړونکي» اغېز کړی دی.

په دې تحلیل کې راغلي چې له افغانستان څخه د امریکا ناببره وتلو په سیمه کې یوه منفي تشه رامنځته کړې ده.

دې تحلیل کې راغلي، «د طالبانو ژمنې چې افغانستان د تروریزم په ځاله بدل نه شي، لا هم روښانه نه دي.»

اوراسيا نیوز تحلیلي شبکې په يو تحلیل کې د کابل په شېرپور کې د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري په نښه کولو په اړه ویلي چې د الظواهري له نیولو مخکې په کابل کې د هغه شتون جدي اندیښنې راپارولي دي.

ياده شبکه وايي چې په دې وروستیو کې د داعش خراسان ډلې فعالیتونه زیات شوي دي، چې نه يوازې  دا چې افغانستان؛ بلکې ټوله سیمه هم ګواښي.

طالبانو په کراتو ویلي چې د دوی تر ادارې لاندې په افغانستان کې ترهګرې ډلې شتون نه لري او داعش یې هم له منځه وړی دی.

خو په ورستۍ پېښه کې په بامیان  ولايت کې پر بهرنیو سیلانیانو په وسله وال برید کې ۷ تنه وژل شوي، چې داعش د دغه برید پړه پر غاړه اخیستې ده.

تر دې وړاندې داعش د روان کال له پیله تر اوسه په هرات کې د امام زمان پر جومات د برید، په کندهار کې د تېرې اونۍ د چاودنې او په کندهار کې د نوي کابل بانک د برید مسوولیت منلی دی.