افغانستان

پاکستان او ایران په یوه ورځ کې تر ۳۵۰ زیاتې کډوالې کورنۍ ايستلي

په یوه ورځ کې څه باندې ۳۵۰ افغان کډوالې کورنۍ له پاکستان او ایران څخه وېستل شوې او هېواد ته بېرته راستنې شوې دي.

د طالبانو تر ادارې لاندې باختر آژانس خبر ورکړى، چې په تېره يوه ورځ (د غبرګولى دمياشتې لومړۍ نيټه) له پاکستان او ايران څخه ٣٥٦ کډوالې کورنۍ په خپله خوښه او جبري توګه ايستل شوي دي.

د دغه راپور له مخې دغه راستنې شوې کورنۍ د ننګرهار، کندهار، نیمروز او هرات ولایتونو له سرحدي لارو افغانستان ته داخل شوي دي.

د طالبانو تر ادارې لاندې دغه خبري اژانس ويلي، چې ۸۶ کورنۍ د تورخم له لارې او ۱۰۹ کورنۍ د سپین بولدک له لارې هېواد ته داخلې شوې دي.

په همدې حال کې د دغه راپور پر بنسټ، ۶۵ کورنۍ د نیمروز ولایت د پل ابرېشم له لارې او ۹۶ نورې کډوالې کورنۍ د هرات د اسلام کلا له لارې هېواد ته داخلې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې ایران او پاکستان د دوشنبې په ورځ (د غويي ۳۱) څه باندې ۱۸۰ کډوالې کورنۍ په جبري توګه او په خپله خوښه له هېواده وایستلي دي.