افغانستان

طالبان مرستندویه ادارو ته: له سیلاب ځپلو سره زمونږ لخوا د جوړشويو حسابونو له لارې مرسته وکړٸ

د طالبانو د وزیرانو شورا مشر محمد حسن اخند له مرستندويانو،کورنیو او نړیوالو بنسټونو غوښتي چې د هغو حسابونو له لارې د سيلاب ځپلو سره مرسته وکړي، چې ددوى د مالیې وزارت لخوا د جوړېږي.

د طالبانو د وزیرانو شورا په یو فرمان کې ددوى تر واک لاندې د مالیې وزارت ته امر کړی چې له سیلاب ځپلو سره د مرستې لپاره د ډالرو او افغانیو حسابونه پرانیزي.

په دغه فرمان کې راغلي، چې د دغو حسابونو د جوړولو موخه له سېلاب ځپلو سره مرسته او د هغوی لپاره د سرپناه جوړول دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې له دوو اونیو راهیسې د سېلابونو له راوتلو وروسته یو شمېر زیانمن شوي کسان وايي، چې تر اوسه ورسره هيڅ ډول مرسته نه ده شوې.

له دې وړاندې د افغانستان یو شمېر سیاسي او پوځي جریانونو او د بشري حقونو مدافعینو له سېلاب ځپلو سره د مرستو د وېش په بهیر کې د طالبانو پر لاس‌وهنې نيوکې کړي او اندېښنه یې ښودلې وه.

دغو جريانونو او بنسټونو له نړیوالو او کورنیو مرستندویه موسسو وغوښتل چې له سیلاب ځپلو سره د مرستو د رسولو بهیر پخپله وڅاري.

د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې له دوو اونیو راهیسې د سېلابونو د راوتلو په پایله کې سلګونه کسان مړه شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو د ادارو د راپورونو پر بنسټ، دغو سېلابونو د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې سلګونه کورونه وېجاړ کړي او خلکو ته يې ډېر مالي زيانونه اړولي دي.