افغانستان

ازبکستان دافغانستان سېلاب ځپلو ته ۲۰۰ ټنه بشري مرستې واستولې

ازبکستان نن (سه شنبه) د افغانستان  سېلاب ځپلو ته  ۲۰۰ ټنه بشري مرستې ولېږلې.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي چې په دغو مرستو کې ۴۸ ټنه اوړه، ۲۲ ټنه وريجې، ۱۰۰ کیږدۍ، ۹۶ د اوبو ټانکۍ او تیل هم شامل دي.

د طالبانو وروستۍ احصايې ښيي چې د غويي له ۲۰مې راهیسې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د سېلابونو له امله ۲۹۴ کسان مړه شوي دي.