افغانستان

سیګار: د امریکايي مالیه ورکوونکو نږدې ۱۱ میلیونه ډالر «طالبانو ادارو» ته ورکړل شوي

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش ادارې (سیګار) په یوه نوي راپور کې ویلي چې د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې (۱۴۰۰هـ ل) راهیسې تر اوسه د امریکا د مالیه ورکوونکو ۱۰.۹ میلیونه ډالر د طالبانو ادارو ته ورکړل شوي دي.

د دغه راپور له مخې، دغه پیسې د «طالبانو حکومت» ته د هغو بهرنیو بنسټونو له خوا چې په افغانستان کې پروژې پلې کوي، د ګمرکي لګښتونو، مالیاتو، د برېښنا او اوبو د لګښتونو او نورو لګښتونو پوره کولو لپاره ورکړل شوې دي.

سیګار په دغه راپور کې ویلي چې له ۶۵ مرستندویه بنسټونو او د پروژو پلي کوونکو له ډلې څخه ۳۸ یې د دغې بنسټ پوښتنليک ته ځوابونه ویلي دي.

سیګار وايي، له دې پیسو څخه ۱۰زره۴۰۰ زره ډالر طالبانو ته  مالیې په چوکاټ کې، ۳۴۶ زره ډالر د اوبو او برېښنا د لګښت، ۱۷۶ زره ډالر د لګښتونو او پاتې ۹ زره ډالر د ګمرکي لګښتونو په چوکاټ کې ورکړل شوي دي.

په دغه راپور کې راغلي، د ۲۰۲۱ کال له اکتوبر څخه د ۲۰۲۳ کال تر سپتمبر پورې، ملګرو ملتونو په افغانستان کې د پروګرام جوړولو لپاره د امریکا له خوا ۱.۶ میلیارده ډالره مرسته ترلاسه کړې، چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د افغانستان لپاره د امریکا د ټولو مرستو نږدې ۶۳ سلنه ده.

د افغانستان د بېارغاونې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړى سرمفتش وايي چې د امريكا متحده ايالات او ددې هېواد د نړيوال پراختيايي پروګرام يا(USID) د ملګرو ملتونو سره په هوکړه ليکونو  کې هيڅ الزام نه لري چې د ماليات، لګښتونه،ګمرکي لګښتونه يا د خدمتونه وړاندې کولو او په افغانستان کې د فعالیتونو لپاره د متحده ایالاتو له بودیجې څخه دورکړل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو سازمان بنسټونو سیګار ته ویلي چې د عامه نړیوال سازمان (PIO) په توګه د مالیې معافيت له امله، د امتیازاتو او معافیتونو په اړه د ملګرو ملتونو کنوانسیون سره سم، هیڅ ډول مالیه، فیس، یا ګمرکي لګښتونه يې د «طالبانو ادارو» نه دي ورکړي.