افغانستان

طالبان: هیله لرو چې د دوحې په غونډه کې د ګډون لپاره زموږ دریځ ومنل شي

د طالبانو د لومړي وزیر سیاسي مرستیال په سیاسي چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیالې روزمېرې ډیکارلو سره په لیدنه کې هیله څرګنده کړې چې د دوحې غونډې په درېیم پړاو  کې به د ګډون په اړه د طالبانو دریځ ومنل شي.

د طالبانو تر ادارې لاندې ارګ په یوه خبرپاڼه کې د طالبانو د لومړي وزیر سیاسي مرستیال عبدالکبیر په حواله لیکلي چې «په دوحه کې شوې پخوانۍ غونډه د جوړوونکو د ځینو نیمګړتیاوو له امله» نیمګړې وه.

طالبانو د دوحې غونډې په تېر پړاو کې ځکه ګډون ونه کړ چې د دوی شرطونه یې نه وو منلي؛ خود ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش هغه مهال خبریالانو ته وویل چې د طالبانو شرطونه ورته د منلو وړ نه دي.

د طالبانو سیاسي مرستیال دا ادعا هم کړې، چې ددوى په حکومت کې ۸۵زره ښځې په دندو بوختې دي او طالبان ژمن دي چې د ښځو په ګډون مسلکي کارکوونکي وګماري.

دا په داسې حال کې ده، چې پرطالبانو تل د نړیوالې ټولنې او د ښځو د حقونو د فعالانو له خوا پر ښځو او نجونو د سختو محدودیتونو د لګولو او د تعلیم او کار له حق څخه د منع له امله نيوکې شوې دي.

عبدالکبیر یو ځل بیا ادعا کړې، چې طالبانو په تېرو درېیو کلونو کې پر خپلو ژمنو عمل کړی«داعش ختم شوی» او له افغانستانه هېڅ ګواښ نورو ته نه دی رسېدلی.

خو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا راپورونه ښیي چې په زرګونو داعش جنګیالي او د القاعدې په ګډون نورې ترهګرې ډلې په افغانستان کې شتون لري.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د راپور له مخې، په افغانستان کې شاوخوا شپږ زره داعش جنګیالي شته او القاعده هم توانېدلې چې د هېواد په ځینو برخو کې نوي مرکزونه جوړ کړي.

د دې خبرپاڼې له مخې، د طالبانو د رٸيس الوزرا سیاسي مرستیال ویلي، چې دوی له نړیوالې ټولنې سره ستونزې جوړل او د هغې دوام نه غواړي.

عبدالکبیر همداراز ټینګار کړی، چې د یوناما په شتون کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ټاکلو ته اړتیا نشته.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له خوا د ځانګړي استازي ټاکل د دوحې د غونډې له اړينو موضوعاتو څخه ګڼل کېږي.

په همدې حال کې د طالبانو تر ادارې لاندې د ارګ د اعلامیې له مخې، په سیاسي چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ویلي چې په دې غونډه کې د ګډون لپاره د طالبانو شرطونه سخت نه دي او هیله یې څرګنده کړې چې د دوی استازى به هم  په دې غونډه کې ګډون وکړي.