نړۍ

د ایران د ولسمشر لومړی مرستیال به دایران حکومت اجرایوي رییس شي

ټاکل شوې چې د ابراهیم رئیسي له مړینې وروسته د ايران د ولسمشر لومړی مرستیال محمد مخبر د هغه مسٶليتونه په رسمي توګه پر غاړه واخلي.

ایراني رسنیو ویلي دي چې ښاغلی مخبر به د «ایران د رهبر له هوکړې وروسته» دغه دنده پر غاړه واخلي.

د ایران د اساسي قانون د ۱۳۱ مادې پر بنسټ، د ولسمشر په نشتون کې د هغه لومړی مرستیال د حکومت اجرایوي مسٶلیت په غاړه اخلي.

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي، د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان او اوه نور ملګري یې پرون (یکشنبه، د مٸ ۱۹مه) د اذربایجان په ورزقان کې د یوې چورلکې د لوېدو په پايله کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د ایران حکومت نن سهار په رسمي ډول د ولسمشر او د هغه د ملګرو د مړینې خبر اعلان کړ.

د ایراني رسنیو د راپورونو پر بنسټ، د ولسمشر ابراهیم رئیسي ترڅنګ د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان هم په دې پېښه کې مړ شوى دى.

د دغو راپورونو له مخې، د ولسمشر د ساتونکو مشر مالک مهدي مسوي، د ختیځ اذربایجان والي مالک رحمتي، د ایران دسپاه انصار المهدي يو غړی، د چورلکې پیلوټ، همکار پیلوټ او کروچف چې هویت یې نه دی معلوم، هم مړ شوى دى.

تر اوسه د دې چورلکې د «غورځېدو» لامل نه دی څرګند، خو د مهر خبري اژانس ویلي، چې چورلکه د « د هوا دخرابوالي ” له امله غورځېدلې ده.

د ایران د ولسمشر چورلکه د اذربایجان له پولې څخه د تبریز ښار ته د ستنېدو پر مهال سقوط شوې ده، چې په پايله کې يې د ايران ولسمشر ابراهيم  رٸيسي،د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان په ګډون ٧تنه نورو خپل ژوند له لاسه ورکړى. ایراني رسنیو هم په دغې چورلکه کې  سپرو کسانو مړينه تایید کړي دي.