افغانستان

اوچا: افغانستان د موسم په بدلون کې صفر سلنه رول لري؛ خو له ویجاړونکو اغیزو سره مخ دی

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکی اندریکا راتواته وايي، د افغانستان خلک په موسمي بدلون کې دصفرسلنه ونډې سربیره د اقلیم د بدلون له ویجاړونکو اغیزو سره مخامخ دي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د افغانستان په څو ولایتونو کې د وروستیو سېلابونو له امله سلګونه کسان مړه شوي دي.

دغو سېلابونو هېوادوالو ته ډېر مالي زيانونه هم اړولي دي.

د ملګرو ملتونو دې چارواکې پر اېکس ویلي: «د افغانستان خلک چې د شنو خونو د غازونو په توليد کې صفر سلنه ونډه لري؛ خو بيا هم  دموسم د کړکېچ وېجاړونکو اغیزو سره مخ دي.»