افغانستان

په فاریاب کې د سیلابونوله امله د مړو شمیر ۸۰ تنو ته لوړ شو

په فاریاب ولایت کې د سیلابونو له امله د مړو شمېر ۸۰ تنو ته لوړ شو.

په فاریاب کې د طالبانو تر ادارې لاندې ملي ټلویزیون ویلي چې په دې ولایت کې د تېرې ورځې او شپې د سېلابونو له امله ۸۰ تنه مړه شوي او ۵ نور ټپیان شوي دي.

د دغه راپور له مخې ۵ تنه نور لا هم لادرکه دي.

تر دې وړاندې د طالبانو د کډوالو چارو وزارت پر اېکس یوې خبرپاڼه کې ویلي و، چې دغو سېلابونو د دغه ولایت اوسېدونکو ته ډېر مالي زیانونه اړولي دي.

د طالبانو د کډوالو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغو سیلابونو په پایله کې د دغه ولایت په ولسوالیو کې ۵۶۰ کورونه، ۸۵۰ جریبه کرنیزه ځمکه، ۱۱۰ هټۍ، یو ګرځنده کلینیک او ۲زره۳۰۰ ميوه لرونکي او بې ميوې ونې له منځه تللي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په غور او بادغیس ولایتونو کې د تېرې ورځې د سېلابونو له امله  ۵۰ ډېر کسان مړه او یو شمېرنور لادرکه شوي دي.

له بلې خوا په بغلان ولایت کې د تېرې اونۍ د مرګوني او ویجاړونکو سېلابونو له امله له ۳۱۰ ډېر کسان مړه او تر يوزرو۶۰۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.