افغانستان

په فاریاب کې سیلابونو له  ۱۸ کسانو ژوند واخيست

په فاریاب ولایت کې د سیلابونو په پایله کې ۱۸ تنه مړه او دوه نور ټپیان شوي دي.

د طالبانو له خوا د کډوالو چارو وزارت پر اېکس خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه سېلابونه پرون (شنبه، د غويي ۲۹مه) د دغه ولایت په پښتونکوټ، المار، قیصار، بلچراغ، خیبر او دولت اباد ولسوالیو کې راوتلي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په دغو سېلابونو کې د دغه ولايت اوسېدونکو ته ډېر مالي زيانونه اوښتي دي.

د يادې خبرپاڼې پر بنسټ، د دغو سېلابونو په پايله کې د دغه ولايت په ولسواليو کې ٥٦٠ کورونه، ٨٥٠ جريبه کرنيزه ځمکه، ١١٠ هټۍ، يو ګرځنده کلينيک او ٢زره٣٠٠ ميوه لرونکې او بې ميوې ونې له منځه تللي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په غور او بادغیس ولایتونو کې هم د تېرې ورځې سېلابونو له امله تر ۵۰ ډېر کسان مړه او یو شمېر لادرکه شوي دي.

بل خوا په بغلان ولایت کې د تیرې اونۍ د سېلابونو له امله تر ۳۱۰ ډېر کسان مړه او تر يو زرو ٦٠٠تنو ډېر نور ټپیان شوي دي.