نړۍ

ایران او امریکا په عمان کې «غیر مستقیم مذاکرات» پیل کړي

په عمان کې د ایران او امریکا ترمنځ د غیر مستقیمو خبرو اترو په اړه د اکیوس مجلې د راپور له خپرېدو یوه ورځ وروسته، ملګرو ملتونو ته د ایران استازولۍ د يادو مذاکراتو پيلېدل تایید کړل.

د ایران دولتي رسنیو خبر ورکړی، چې په ملګرو ملتونو کې د ایران استازي پرون (شنبه، د غويي ۲۹مه) د دغو مذاکراتو په تړاو د خپرو شویو راپورونو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ويلي:« په عمان کې د ایران او امریکا تر منځ د خبرو اترو بهير د ترسره کېدو په حال کې دى»

د دغه راپور پر بنسټ، د ایران اټومي فعالیتونه، په سیمه کې د ایران د ملاتړو ډلو شتون او د ایران د اټومي پروګرام په اړه د امریکې اندیښنې د دغو خبرو اترو له مهمو ټکو څخه دي.

د دغو ،راپورونو له مخې، په ملګرو ملتو کې د ایران استازي همداراز ويلي:« دغه خبرې اترې نه لومړۍ دی او نه به هم وروستۍ وي.»

تر دې وړاندې اکسيوس راپور ورکړی و چې د بایډن د ادارې دوه لوړپوړي چارواکي تېره اوونۍ عمان ته رسېدلي او له ځینو ایراني چارواکو سره یې غیر مستقیمې خبرې کړې دي.

سپینې ماڼۍ او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه په عمان کې د دغو مذاکراتو په اړه څه نه دي ویلي.

خو د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند مرستیال ویدانت پټل ​​د تېرې دوشنبې په ورځ په یوخبري کنفرانس کې ټینګار وکړ چې د جوبایډن اداره «له ایران سره هغه مهال د خبرو اترو لارې چارې لري چې د دغه هېواد په ګټه وي».