نړۍ

د اسراییلو جنګي کابینه د پاشل کېدو په حال کې ده 

د اسراییلو د «درې کسیزې» جنګي کابینې غړی، بیني ګانتز وايي، که بنیامین نتنیاهو د غزې د جګړې په اړه نوی پلان وړاندې نه کړي، له ایتلاف څخه به ووځي.

د رویټرز د راپور پر بنسټ، د نتانیاهو د جګړې د کابینې دغه منځلاري غړي ویلي، که په راتلونکو دریو اونیو کې د غزې د جګړې لپاره نوی پلان تصویب نه شي، د نتانیاهو له حکومته به استعفاء وکړي.

دغه خبري آژانس لیکلي، چې دغه خبرداری د اسرائیلو د حکومت په رهبرۍ کې یوه تشه ښیی چې د غزې په تړانګه کې په څه باندې اوه میاشتنۍ جګړه کې تراوسه خپلو اعلان شویو هدفونو ته نه دی رسیدلی.

د دغه خبری آژانس د راپور پر اساس، بینی ګانتز یو شپږ ماده ایز پلان وړاندی کړ، چی د یرغمل شویو بندیانو بیرته راستنیدل، د حماس د واکمنی ختمول، د غزی تړانګی غیر پوځی کول او د امریکا،اروپا،عربي هيوادونو او فلسطين  په همکارۍ د ملکی چارو لپاره د نړیوال دفتر جوړول شامل دی.

د ګانتز پلان همدا راز د سعودي عربستان سره د اړیکو د عادي کولو او ټولو اسراییلو ته د پوځي خدمتونو پراختیا لپاره د هڅو ملاتړ کړی.

بیني ګانټز وویل:«د دې اهدافو ترلاسه کول به اسانه نه وي؛ خو د اهدافو په روښانه او زړور تعریف سره، کولی شو د اوږدې لاره لوړ هدف ته ځان ورسوو.»

هغه د نتنیاهو حکومت ته ویلي، که د تبعيض کوونکو لار غوره کړي او ټول ملت کندې ته راهي کړي؛ نو دی به مجبور شي چې حکومت پریږدي.

په ورته وخت کې د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو په یو اعلاميه کې چې د دغه هېواد د رسنیو له لارې خپره شوې، د ګانتز څرګندونو ته غبرګون ښودلی او ویلي یې دي، چې د حماس پر ځای ده  لومړي وزیر ته ضرب العجل ورکړى او د ده شرطونه د اسرائیلو د ماتې په معنا دي.

په ورته وخت کې د نتانیاهو دفتر د دغه هېواد د حکومت د پرېښودو په اړه د بیني ګانټز ګواښ رد کړی او اعلان یې کړی، چې هغه شرطونه چې هغه وضع کړي، بې بنسټه دي او هېڅ څرګند مفهوم نه لري.

ديادونې وړ ده، چې د ګانټز وتل به نتانیاهو د هیواد د ښي اړخو-سختدريځه متحدینو لپاره نور هم ژمن کړي چې د اوربند او د یرغمل شویو خوشې کولو په اړه په خبرو اترو کې سخت دریځ لري، په دې باورمن دي چې اسراییل باید غزه اشغال کړي او هلته د یهودانو ښارونه  بیا ورغوي. 

دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې د اسرایلو د جنګ د کابینې دریم غړي او د دفاع وزیر یوواګلانت هم د نتانیاهو پر چلند نیوکه کړې وه، او ویل يې و؛ که نتانیاهو د غزې د بیا نیولو وټاکي؛ نو دی به په خپل مقام پاتې نه شي.