افغانستان

پاکستان په دوو ورځو کې نږدې زر تنه کډوال ايستلي

په تېرو دوو ورځو کې نږدې زر افغان کډوال له پاکستانه ایستل شوي او هېواد ته راستانه شوي دي.

د طالبانو د کډوالو چارو وزارت پر اېکس  یوې خبرپاڼه کې ویلي چې په تېرو دوو ورځو کې (پنجشنبه، د غويي ۲۷مه او جمعه د غويي ۲۸مه) ۹۵۴ کډوال له پاکستانه ایستل شوي دي.

د دې خبرپاڼې له مخې، د سپین بولدک له لارې ۷۱۰ تنه او ۲۴۴ تنه د تورخم له لارې هېواد ته داخل شوي دي.

په ورته وخت کې د طالبانو تر ادارې لاندې باختر آژانس خبر ورکړى، چې په تېره يوه ورځ کې څه دپاسه څلويښت افغان کډوالې کورنۍ له پاکستان څخه ايستل شوي او هيواد ته راستنې شوي دي.

د طالبانو د دغه خبري اژانس د راپور له مخې، د جمعې په ورځ (د غويي ۲۸) ۴۳ افغان کډوالې کورنۍ له پاکستان څخه وایستل شوې.

په دغه راپور کې ویل شوي، چې ۲۴ کورنۍ د سپین بولدک له لارې او ۱۹ نورې کډوالې کورنۍ د تورخم له لارې افغانستان ته داخلې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان د افغان کډوالو د جبري ويستنې دویم پړاو پیل کړی او ایران هم د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ چټکه کړې ده.