د ایران د بهرنیو چارو وزارت پرون (جمعه، د غويي ۲۸) په بامیان کې پر بهرنیو ګرځندويانو وسله وال برید «غندلی».
پر اېکس د دې وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني دغه برید«ترهګریز» بللی دی.
د بامیانو په مرکز کې پر بهرنیو ګرځندويانو د وسله والو په برید کې د څلورو بهرنیو سیلانیانو په ګډون اووه کسان وژل شوي دي.
تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی.
سي اېن اېن راپور ورکړی چې په وژل شویو کې درې هسپانويان هم شامل دي.
د دغې خبري شبکې د راپور له مخې په دغه پېښه کې یو بل هسپانوى هم ژوبل شو.
د هسپانیې لومړي وزیر پیډرو سانچیز د بامیان په برید کې وژل شوي هسپانوي اتباع «ګرځندویان»وبلل.
د سرچینو لخوا آمو ته د لېږل شوي لیست پر بنسټ، د الینا وېلار شرود په نوم یوه هسپانوۍ ميرمن هم په برید کې وژل شوې.