نړۍ

په جنین کې د فلسطیني کډوالو پر یو کمپ د اسرائیلو په هوايي برید کې یو کس وژل شوی دی

د رویټرز د راپور پر بنسټ، د فلسطین د اسلامی جهاد ډلې ویلی چې وژل شوی کس اسلام خامیسه نومېږي؛ خو له دې ډلې سره د هغه د تړاو په اړه څه نه دي ویل شوي.

په ورته وخت کې د اسراییلو پوځ اعلان کړی چې دا برید د یوې جنګي الوتکې او چورلکې په واسطه شوی دی.

خو د اسرائیلو پوځ ویلي، چې دا برید د حماس د وسله والو پر هغه کمپلکس شوی، چې د دې ډلې د عملیاتو د مرکز په څېر و.

د اسرائیلو د پوځ د اعلامیې له مخې، په دغه برید کې وژل شوی کس د دغه هېواد پر ضد د څو بریدونو مسوول و.

د اسرائیلو د پوځ په اعلامیه کې ویل شوي: دا برید د یوه احتمالي ګواښ د له منځه وړلو په موخه ترسره شوی.

د ملګرو ملتونو د فلسطیني کډوالو ادارې (UNRWA) د راپور له مخې، د جنین د کډوالو په کمپ کې شاوخوا ٢٣زره٦٠٠ اوسیدونکي د کډوالو په توګه ثبت شوي دي. هغه خلک چې ١٩٤٨کال د جګړو او داسرائيلو د جلاکېدو پرمهال يې ماشومان له خپلو کورونو وشړل شول او یا وتښتیدل.

لویدیځه غاړه یو له هغو ځمکو څخه دی چې اسراییلو په ۱۹۶۷ کال کې د منځني ختیځ په جګړه کې ونیول. فلسطینیان غواړي دغه سيمه د یوه خپلواک  فلسطیني دولت مرکزي بنسټ وي.

په ورته وخت کې، ځینې فلسطیني ډلې لکه د فلسطین اسلامي جهاد، د اسرائیلو له څو لسیزو پوځي اشغال سره د مقابلې لپاره له اسرائیلي ځواکونو سره په وسله واله مبارزه بوخت دي.