افغانستان

 اروپايي ټولنې په بامیانو کې پر بهرنیو «ګرځندويانو» برید وغانده

اروپايي ټولنې په بامیانو کې پر یو شمېر بهرنیو ګرځندويانو وسله وال برید «وغانده.»

د دې ټولنې په اعلامیه کې راغلي: «موږ د بهرنیو ګرځندويانو پر ډلې وسله وال برید چې د افغانستان له بامیانو څخه لیدنه کوله په کلکه غندو.»

په دې اعلاميه کې اروپايي ټولنې همداراز د دغه بريد د قربانيانو له خپلوانو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.

د طالبانو د خبرپاڼې او د CNN په راپور کې د ورکړل شویو شمېرو پر بنسټ، په بامیان کې د پرونۍ بريد په ترڅ کې د څلورو بهرنیو ګرځندويانو په ګډون لږ تر لږه اوه کسان وژل شوی دی.

د CNN د راپور پر بنسټ، په دې برید کې درې هسپانويان وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

د هسپانیې لومړي وزیر پیډرو سانچیز د بامیان په برید کې وژل شوي اتباع ګرځندويان وبلل.

د سرچینو لخوا آمو ته د لېږل شوي لیست پر بنست، د النا وېلار شرود په نوم یوه هسپانوۍ ميرمن هم په برید کې وژل شوې ده.

تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی.