ورزش

د کرکټ  ملي لوبغاړو د نړیوال جام شل اورېزو سياليو کې د ګډون په موخه کابل پرېښود

د هېواد د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړي د کرکټ په شل اووريزو سياليو کې د ګډون په موخه پرون (پنجشنبه د غويي په ٢٧مه) له کابله ووتل.

د هېواد د کرکټ بورډ عمومي رييس ميرويس اشرف وايي، چې دغه لوبغاړي به په متحده عربي اماراتو کې له نورو هغو لوبغاړو سره يو ځاى شي، چې دا مهال د هند په ليګ کې په لوبو بوخت دي.

د هغه په ​​وينا، د ملي لوبډلې يو شمېر لوبغاړي به د هند په ليګ يا (IPL) کې د خپلو لوبو له بشپړولو وروسته په ويسټ انډيز کې له ملي لوبډلې سره يو ځاى شي.

میرویس اشرف وايي : « ویسټ انډیز ته زموږ د سفر موخه د کرکټ د نړیوال جام لوبو ته له رسیدو وړاندې د هوا او وضعيت سره لوبغاړو اشنايي ده.»

د کرکټ نړیوال جام به د روان کال د جون په لومړۍ نېټه پیل شي او افغانستان به خپله لومړۍ لوبه له یوګانډا وکړي.