افغانستان نړۍ

روسیې او چین د افغانستان د کړکېچ په حل کې د «مسکوفارمټ» پر رول ټینګار وکړ

د روسیې او چین ولسمشرانو په یوه ګډه اعلامیه کې د افغانستان کړکېچ ته د«سیاسي حل لارې» په لاسته راوړلو کې د «مسکو فارمټ» پر رول ټینګار کړی دی.

تأس خبري اژانس د يوې اعلاميې په حواله راپور ورکړی، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د هغه چینايي سیال شي جین پینګ د افغانستان د ستونزو په حل کې د سیمې د فعال او رغنده رول ملاتړ کړی دی.

په اعلامیه کې راغلي: «دواړو لورو د افغانستان د سیاسي ستونزو د حل لپاره د سیمې د فعال او رغنده رول، د مسکو د  فرمټ مشورې، د افغانستان د ګاونډیانو د میکانیزمونو، د روسیې، چین، ایران او پاکستان د څلور اړخیزې ډلې او همدارنګه د شانګهای د همکارۍ سازمان څخه ملاتړ کړى»

ولادیمیر پوتین پرون د روسیې د ولسمشر په توګه له لوړې کولو وروسته په خپل لومړنی بهرنی سفر کې بېجینګ ته تللی و.

د چين ولسمشر شي جين پينګ د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتين سره د کتنې په پيل کې ژمنه وکړه چې د دواړو هېوادونو د «بيا ژوندي کولو» په لار کې به همکاري وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت بیجینګ ته د پوتین د سفر په غبرګون کې ویلي چې چین نه شي کولای له اروپا او نورو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتنه وکړي او په ورته وخت کې د اروپا امنیت ته پېښ ستر ګواښ ته لمن وهي.

د مسکو فورم (ناسته) په ۲۰۱۷ کال کې د روسیې، افغانستان، هند، ایران، چین او پاکستان په ګډون د شپږو هېوادونو په غړیتوب جوړ شو. د دې فارمټ لومړۍ غونډه د ٢٠١٧ په اپریل کې جوړه شوې وه.