افغانستان

چین او پاکستان په افغانستان کې«هر اړخیز سیاسي چوکاټ» غواړي

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي او د هغه پاکستاني سیال محمد اسحاق ډار په یوه ګډه اعلامیه کې په افغانستان کې د ټولګډونه سیاسي چوکاټ د رامنځ ته کولو غوښتنه کړې او له طالبانو یې غوښتي چې له ترهګرۍ سره پرېکنده مبارزه وکړي.

په دې اعلامیه کې له طالبانو غوښتل شوي چې منځلاري سياستونه غوره کړي، د ګاونډیتوب ښې اړيکې تعقیب کړي او د ترهګرېزو فعالیتونو لپاره د خپلې خاورې له کارولو ډډه وکړي.

په اعلامیه کې ویل شوي، دواړو لورو «له افغانستان سره د بشري وضعیت او اقتصادي پراختیا په برخو کې د ننګونو د حل لپاره د نړیوالې ټولنې د ګډو هڅو غوښتنه وکړه.»

دواړو لورو په دې هم هوکړه کړې، چې بیجینګ او اسلام آباد باید«له افغانستان سره د تلپاتې پرمختګ او په نړیواله ټولنه کې ددې هيواد ادغام په برخه کې د مرستې لپاره مثبت او رغنده رول ولوبوي.»

دغه څرګندونې په بېجينګ کې د چين او پاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو ترمنځ د ستراتيژيکو خبرو په پنځم پړاو کې د ګډون لپاره د پاکستان د بهرنيو چارو وزير له درې ورځني سفر وروسته شوې دي.

د ټولګډونه حکومت جوړول، د ترهګرو په پټنځای د افغانستان له بدلېدو څخه مخنیوی او د بشري حقونو او نړیوالو تړونونو رعایت، له طالبانو سره د اړیکو د عادي کولو لپاره د نړیوالې ټولنې له مهمو غوښتنو څخه دي.

طالبانو په ۱۴۰۰ کال دزمري مياشت کې پر افغانستان واک تر لاسه کړ؛ خو تر اوسه هېڅ هېواد د دوی اداره په رسمیت نه ده پېژندلې.