افغانستان

پاکستان او ایران په یوه ورځ کې تر ۳۵۰ ډېرې کډوالې کورنۍ ايستلي

له ايران او پاکستانه څخه په یوه ورځ کې څه باندې ۳۵۰ افغان کډوالې کورنۍ ویستل شوې او هېواد ته راستنې شوې دي.

د طالبانو تر ادارې لاندې باختر آژانس راپور ورکړى، چې په تېره يوه ورځ (د غويي ٢٥مه) له پاکستان او ايران څخه ٣٥٧ افغان کډوالې کورنۍ په خپله خوښه او جبري توګه ايستل شوي دي.

د دغه راپور پر بنسټ، دغه کډوال د ننګرهار، کندهار، نیمروز او هرات ولایتونو له سرحدی لارو هېواد ته داخل شوی دی.

د دغه راپور له مخې، له ایران څخه ۱۹۲ کډوالې کورنۍ په خپله خوښه او په جبري توګه د هرات د اسلام قلعه بندر او د نیمروز ولایت د ابرېشم پل له لارې افغانستان ته داخلې شوې دي.

ورته وخت کې ۱۶۵ نورې کورنۍ له پاکستانه په زوره ایستل شوې او د تورخم او سپین بولدک له لارې هېواد ته داخلې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان یوه ورځ وړاندې (دوشنبه د غويي ۲۴مه) له ۲۵۰ زیاتې کډوالې کورنۍ په جبري توګه له ياد هېواده شړلې.