نړۍ

د امریکا متحده ایالات اسرائیلو ته د یو میلیارد ډالرو وسلو مرستې باندې بيا کتنه کوي

د امریکا متحده ایالات له اسرائیلو سره د یو میلیارد ډالرو په ارزښت د  وسلو پر مرستو بیا کتنه کوي.

دوو امریکايي چارواکو چې نومونه یې نه دي اخیستل شوي، رویټرز ته ویلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت کانګرس ته د وسلو په برخه کې یو میلیارد ډالر مرستو پرېکړه د بیا کتنې لپاره لېږي.

د رویټرز د راپور پر بنسټ، اسراییلو ته د امریکا د وسلو په وروستۍ بسته کې د ټانک مرمۍ، راکټونه او زغره والې موټرې شامل دي.

تر دې مخکې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جیک سالیوان ویلي و، چې امریکا به له اسرائیلو سره د ۲۶ میلیارده ډالرو اضافي بودیجې په مسوده کې چې تېره میاشت تصویب شوې، پوځي مرستو ته دوام ورکړي.

خو د دې خبري اژانس د راپور له مخې تېره اوونۍ جوبایډن اسرائیلو ته د ۲ زره پونډه بمونو او يوزر۷۰٠  ۵۰۰ پونډه بمونو لېږد د دې اندېښنې له کبله وځنډاوه چې ګواکې په رفح کې به د یوه لوی برید لپاره وکارول شي.

بایډن د اسرائیلو له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو څخه غوښتي دي چې د ملکي وګړو لپاره له امنیتي تدابیرو پرته پر رفح برید ونه کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د اسرائیلو پوځ د غزې په تړانګه کښې له دریو محاذونو څخه پرمختګ کړی او پر رفح  یې د پوځی فشار د زیاتولو تر څنګ د غزې د تړانګې مرکزی او شمالی سیمو ته هم خپل ځواکونه استولی دی.

په همدې حال کې اسراییلي ځواکونه پرون په جبالیه کې د فلسطیني کډوالو کمپ ته ننوتي وو چې د رویټرز د راپور پربنسټ، په دغو بریدونو کې یو شمېر فلسطینیان هم وژل شوي دي.