نړۍ

پوتین د اوکراین د کړکیچ د حل لپاره د چین د طرحې ملاتړ وکړ

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين وايي، د اوکراين د کړکېچ د سوله ييز حل لپاره د چين د طرحې ملاتړ کوي او ټينګار يې وکړ چې بېجينګ په بشپړه توګه په هغه څه پوهيږي چې د دغه کړکېچ تر شا دي.

رویټرز د کرملین د خبرپاڼې په حواله راپور ورکړی، چې پوتین ويلي: «زموږ پخپله ارزونه، د اوکراین د کړکېچ د حل لپاره د چین د دریځ ملاتړ کوو. ځکه چې بیجینګ د دې په اصلي لامل اوپه نړیوال جیوپولیټیکه معنا پوهیږي.

د روسیې ولسمشر وايي چې د چین د ولسمشر شي جین پینګ لخوا د آلمان له لومړي وزير اولاف شولتز سره په خبرو کې راپورته شوي مسایل “رښتیني او رغنده ګامونه” دي چې د سړې جګړې ذهنیت د کابو کولو اړتیا ته وده ورکوي.

د دغه خبري اژانس د خبر له مخې، بېجينګ تېر کال يو ١٢ ماده ييزه طرحه وړاندې کړ، چې هغه مهال د اوکراين او روسيې له خوا دهرکلي سره مخ شوه.

خو هغه مهال امریکا وویل چې چین ځان د “سوله جوړونکي” په توګه وړاندې کوي. په داسې حال کې چې د روسيې د “دروغ داستان” منعکسوي او د روسیې یرغل نه غندي.

په ورته وخت کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف تېره میاشت دغه وړاندیز یو “معقوله طرحه” وبلله.

په دغه طرحه کې د چین ولسمشر د “د جنګي وضعیت د سړېدو، د سولې د ټینګښت، د ثبات د رامنځته کولو او د نړۍ پر اقتصاد د هغې د اغېزو د کمولو” غوښتنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې روسیه له اوکراین سره خپله جګړه د غرب پر ضد جګړه ګڼي او په اوکراین کې خپل اقدامات “ځانګړي عملیات” بولي ، څو اوکراین  بې وسلې کړې او له “فاشیستانو” څخه یې وژغوري.

خو اوکراین او لوېدیځ ویلي چې د “فاشیست” ادعا بې بنسټه ده او د روسیې جګړه د “ظلم او بې دلیله یرغل” دی.