سویلي آسیا

په هند کې د یوې لوحې د لوېدو له امله ۱۴ کسان وژل شوي دي

د هند په ممبۍ ښار کې د یو لوی لوحې د غورځېدو په پایله کې لږ تر لږه ۱۴ کسان وژل شوي او ۷۵ نور ټپیان شوي دي.

دغه لوحه د دوشنبې په ورځ د سختو بادونو او باران له امله په څو کورونو او د تېلو په یو ټانکر  لوېدلې دى.

هندي چارواکي وايي، د ژغورنې عملیات یې ځکه اوږد کړل، چې ژغورونکو په سیمه کې د تېلو د موجودیت له امله د ګازو له ماتوونکو نه کار نشو اخيستلى.

د ممبۍ ښاروالۍ ویلي چې دا لوحه د یوې ادارې پورې اړه لري چې د نصبولو اجازه یې نه درلوده.