افغانستان

د ننګرهار یو شاعر «عزت الله ځواب» له څلورو میاشتو راهیسې لا هم د طالبانو په زندان کې دی

طالبانو په ننګرهار ولايت کې د له څلورو میاشتو راهیسې  شاعر او د مینې مجلې بنسټ ایښودونکی عزت الله ځواب بندي کړی دی.

د ياد شاعر زوی آمو ته پر ټليفوني اړيکه کې ويلي، چې د پلار د روغتیا په اړه اندېښمن دی.

په ننګرهار ولایت کې یو شمېر شاعران، لیکوالان او د ادب مینوال هم له طالبانو غواړي چې ښاغلی ځواب ژر تر ژره له بنده خوشې کړي.

عزت الله ځواب چې د ننګرهار یو له پېژندل شویو شاعرانو او د مینې مجلې بنسټګر و، د روان کال د جنورۍ په وروستیو کې د طالبانو له خوا ونیول شو.

د عزت الله ځواب زوی نصرت ارمان وايي: «پلار مې د جنورۍ په څلروېشتمه ونیول شو، طالبانو  لومړى ویل چې ژر به خوشې شي؛ خو تر اوسه څرګنده نه ده چې کله به خوشې شي؟»

د ننګرهار یو شمېر پوهان او خبریالان هم له طالبانو غواړي چې ښاغلی عزت الله ځواب ژر تر ژره له بنده خوشې کړي.

په ختیځ زون کې د لیکوالو او ژورنالیستانو پخوانی رئیس رحمت الله یارمل وايي: «خبریالان، شاعران او لیکوالان په هره ټولنه کې بې دفاع خلک دي، یوازې د خپل زړه دردونه لیکي او عزت الله ځواب په هر حکومت  کې د ټولنې ستونزې خلکو ته وړاندې کړې ديږ»

د ښاغلي ځواب ځيني ملګري او خپلوان وايي، چې د طالبانو له خوا د هغه د نيولو لامل لا نه دى معلوم.

خبریال شکرالله پاڅون وايي:«ښاغلی عزت الله ځواب له شلو کلونو راهیسې پېژنم، هغه یو رښتینی شاعر دی او د ده په نیولو سره نه یوازې زه، بلکې ټول افغان خبریالان او فرهنګيان خواشیني شوي ديږ»

 طالبانو د دې راپور تر خپرېدو پورې د ښاغلي ځواب د نيول کېدو په اړه خپل نظر نه دى شريک کړى؛ خو د ده شاعر کورنۍ وايي چې نوموړى ناروغ و او دوى يې د روغتيا په اړه اندېښمن دي.