افغانستان

سرچینې: په بدخشان کې د طالبانو په ډزو کې د ټپیانو شمېر ۲۰ تنو ته ورسېد

په بدخشان کې سرچينې وايي، چې د دوشنبې په ورځ په ارګو ولسوالۍ کې پر لاريون کوونکو د طالبانو په ډزو کې د ټپيانو شمېر ٢٠ تنو ته رسېدلى دى.

سرچينې وايي، چې يو شمېر لاريون کوونکي د طالبانو له لوري د الوتکې په وسيله د بدخشان مرکز فيض اباد ښار ته لېږدول شوي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د بدخشان په ارګوى ولسوالۍ کې پر لاريون کوونکو د طالبانو په ډزو کې درې تنه وژل شوي دي.

دغه لاريونونه د ارګو ولسوالۍ په برلاس کلي کې شوي دي.

په ورته وخت کې، د دغو لاريونونو په ترڅ کې د لاريون کوونکو څخه د ملاتړ پیغامونه هم خپاره شوي دي. په دې پیغامونو کې له نورو خلکو غوښتل شوي چې په اورګو کې له لاريون کوونکو سره ودرېږي او ملاتړ ترې وکړي.