افغانستان

متقي: د ملګرو ملتونو له خوا د ځانګړي استازي ټاکل «اړتیا یا د حل لاره » نه ده

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقی ویلي دي چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ټاکل «اړتیا یا د حل لاره » نه ده.

 د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل له خوا د پر اېکس خپرې شوې خبرپاڼې پر بنسټ، نوموړي په کابل کې د جاپان له سفیر تاکایوشي کرومایا سره په لیدنه کې ویلي، چې په دوحه کې د راتلونکې ناستې په اړه مثبت نظر لري؛ خو د ځانګړي استازي د ټاکل  اړين نه بولي.

د دې خبرپاڼې له مخې، متقي په دې کتنه کې ويلي: « د نويو جوړښتونو پر ځاى، اړينه ده چې د شته دوه اړخيزو جوړښتونو له لارې د افغان حکومت پورې اړوندو مسايلوباندې خبرې وشي.»

په دې خبرپاڼه کې د جاپان د سفیر له قوله ویل شوي، چې د دوحې په راتلونکې غونډه کې یې د طالبانو ګډون مهم ګڼلی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، تاکایوشي ګورومیا ویلي چې «د طالبانو له رضایت پرته د ځانګړي استازي ټاکل واقعبينانه نه دي».

په کابل کې د جاپان سفارت د دې ناستې او د ښاغلي ګورومیا د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې ټاکل شوې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو په کوربتوب دریمه غونډه راتلونکې میاشت په دوحه کې جوړه شي.

که څه هم د ملګرو ملتونو له خوا د ځانګړي استازي ټاکل هم د دوحې د دویمې ناستې یو مهمه موضوع ګڼل شوې وم، خو دا غونډه د داسې استازي له ټاکلو پرته پای ته ورسېده.

طالبانو تر اوسه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي پر ټاکلو هوکړه نه ده کړې.