افغانستان

پاکستان او ایران په یوه ورځ کې تر ۲۵۰ ډېرې کډوالې کورنۍ شړلي 

په یوه ورځ کې څه باندې ۲۵۰ افغان کډوالې کورنۍ له پاکستان او ایران څخه ویستل شوې او هېواد ته راستنې شوې دي.

د طالبانو تر ادارې لاندې باختر آژانس خبر ورکړى، چې په تېره يوه ورځ (دوشنبه د غويي په ٢٤مه) ٢٥٦ افغان کډوالې کورنۍ له پاکستان او ايران څخه په خپله خوښه او جبري توګه ايستل شوې دي.

د دغه خبر پر بنسټ، دغه کډوال د ننګرهار، کندهار، نیمروز او هرات ولایتونو له سرحدي لارو هېواد ته داخل شوي وو.

د دغه راپور له مخې، له ایران څخه ۱۶۳ کډوالې کورنۍ په خپله خوښه او په زوره ایستل شوې او د هرات د اسلام قلعه بندر او د نیمروز ولایت  د پل ابرېشم له لارې افغانستان ته داخلې شوې دي.

په همدې حال کې د تورخم او سپین بولدک له لارې ۹۰ نورې کورنۍ له پاکستانه په زوره ایستل شوي او هېواد ته داخلې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان یوه ورځ وړاندې (یکشنبه، د غويي٢٣) له ۳۰۰ ډېر کډوال په زوره ایستلي وو.