افغانستان

د افغانستان د جګړې د «محرمو اسنادو» استراليايي افشا کوونکی په پنځه کاله بند محکوم شو

د استرالیا د پوځ پخوانی وکیل ډیویډ مک برایډ د افغانستان د جګړې په تړاو د محرم اسنادو د غلا او افشا کولو په جرم په پنځه کاله او اته میاشتې بند محکوم شو.

د ګارډین د راپور پر بنسټ، د هغه سزا غیر مشروطه ده او دا سزا تېره اونۍ (سه شنبه، د مى ۱۴) د استرالیا د یوې محکمې له خوا صادره شوه.

د دغه راپور له مخې، نوموړي د افغانستان د جګړې په اړه محرم دفاعي اسناد له غلا وروسته د ABC خبري رسنۍ ته افشا کړي دي.

ګارډین ویلي، چې د مک برېډ افشا شویو اسنادو په افغانستان کې د استرالیا د پوځي ځواکونو له خوا ترسره شویو جنګي جرمونو ته پام اړولی او په دې اړه څېړنې پیل شوي دي.

د ښاغلي مک برایډ وکیل مارک ډېويس وویل چې هغه د خپل محکومیت د استیناف بياکتنې  لپاره دفاعيه چمتو کوي.

مک برایډ د تیر کال په نومبر کې په دریو تورونو اعتراف وکړ. پدې تورونو کې يو د دولت مشترک المنافع معلوماتو غلا کول او د ABC نیوز خبریالانو ته د هغوسپارل شامل وو.

قاضي ويلي باور  لري چې مک برایډ  «ښه شخصیت»لري ؛ خو داسې برېښي چې هغه د خپلو نظرونو د سموالياو صحت په اړه تشویش پیدا کړی.

په ٢٠١٤ او ٢٠١٥کال کې، مک برایډ د ١٨ میاشتو په موده کې ډیری محرم پوځي معلومات راټول کړل او د ګارډین راپور له مخې یې خبریالانو ته د عامه خپرولو لپاره په اختيار کې ورکړل.

ګارډین لیکي چې محکمه په دې باور ده چې مک برایډ د ۲۰۱۴ کال د می مياشتې او ۲۰۱۵ کال تر منځ د استرالیا د دفاع وزارت له دفترونو څخه ۲۳۵ اسناد اخیستي چې له دې جملې څخه ۲۰۷سندونه د سروې او محرم اسنادو په توګه طبقه بندي شوي او ځینې یې د کابینې د اسنادو په توګه ثبت شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې  د هغه مشاور، سټیفن اوجرز ويلي، چې ښاغلی براېډ باور نه لري چې هغه دې  جرم کړی وي.