افغانستان

د یوناما مشرې له علي باقري کني سره د دوحې  راتلونکې غونډې په اړه خبرې وکړې

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) مشرې روزا اتونبایوا د افغانستان په اړه په دوحه کې تر راتلونکې غونډې په تړاو  د ایران د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال علي باقري کني سره خبرې وکړې.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په افغانستان کې وروستي پرمختګونه ددې ناستې د بحث له مهمو موضوعاتو څخه وو.

په يادې خبرپاڼه کې د مېرمن بایوا له قوله ویل شوي، چې په دې کتنه کې هغې په افغانستان کې د پرمختګ او ثبات د ټینګښت په موخه د سیمې او نړۍ د هېوادونو د دریځونو پر همغږي ټینګار وکړ.

په دې خبرپاڼه کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې پرمختګونه پېچلي او د هېوادونو دریځونه مختلف بللي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې کتنه کې د ملګرو ملتونو د مرستندويه  پلاوي د دفتر مشرې د هېوادونو ترمنځ د رغنده همکاريو د رامنځته کولو او په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره د تعامل په برخه کې د ايران د مرستې غوښتنه وکړه.

د ایران د بهرنيو چارو وزارت سیاسی مرستیال علی باقري کني په دغه کتنه کې ويلي، له افغانستان سره د نړیوالو سازمانونو په چلند کې لومړیتوب باید د خلکو د ګټوتامين، د امنیت تامین، د هیواد پرمختګ او د افغان ولس د ژوند د شرایطو او هوساینې ښه والی وی.

د دغې خبرپاڼې پر بنسټ، هغه له اتونبایوا سره په کتنه کې  د ملګرو ملتونو پر مسوولیت هم ټینګار وکړ چې په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت په بهیر کې رغنده رول ولوبوي.

دا په داسې حال کې ده، چې روسیې د افغانستان د مدني ټولنې له استازو سره په دوحه کې د ملګرو ملتونو په کوربه توب د افغانستان په اړه په تېره غونډه کې له ګډونه انکار کړی و.

ټاکل شوې چې راتلونکي مياشت د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو په کوربتوب په دوحه کې غونډه جوړه شي.