نړۍ

سي اېن اېن: اوکراین د روسیې په وړاندې په جګړه کې کمزوری دی

له دوو ورځو راهیسې روسیې د اوکرایني ځواکونو پر وړاندې توغنديز بریدونه پیل کړي، چې د کافي وسلو د نشتوالي او په دې جګړه کې د سرتېرو د کمښت له امله یې د اوکراین «کمزوري»روښانه کړې ده.

سي اېن اېن راپور ورکړی، چې اوکراین په دې جګړه کې کم توغندي او په شديده توګه ناکافي هوايي دفاع لري، او تر ټولو مهمه دا چې د سرتیرو له کمښت سره مخ دی.

د دغه راپور له مخې، د اوکراین د دفاعی استخباراتو د مشر مرستیال واديم اسکيبيتسکي وویل:«زمونږ ستونزه ډېره ساده او څرګنده ده. موږ وسلې نه لرو. دوی (روسیان) تل پوهیدل چې اپریل او می به زموږ لپاره ستونزمن وخت وي.»

په همدې حال کې ولادیمیر زیلینسکي او نورو اوکرایني چارواکو ویلي چې د خارکیف په شمال کې د ووچانسک ښار پر لور د روسیې د پرمختګ هڅه ناکامه شوې ده.

سي اېن اېن لیکلي، داسې ښکاري چې روسیه لا هم د اوکراین یو څو سرحدي کلي په واک کې لري؛ خو پر ووچانسک سیمه کې درنې هوايي بمبارۍ دوام لري.

دا په داسې حال کې ده، چې د خارکیف په شمال کې د ووچانسک ښار ۱۸ میاشتې وړاندې د روسي ځواکونو له نیواک څخه ازاد شو.

خو اوس، یو ځل بیا د روسیې له خوا له سختو ډزو او هوايي بمباریو سره مخامخ دی.