نړۍ

اسرائیلو فلسطینیانو ته خبرداری ورکړی چې له رفح ښاره ووځي

پرون (شنبه، د می ۱۱مه) اسراییلو فلسطینیانو ته خبرداری ورکړ چې د رفح ښار له نورو سیمو ووځي او د الموسوي بشري دوستانه سیمې ته ولاړ شي.

د رویټرز د راپور پر بنسټ، اسرائیلو ویلي دي، چې غواړي پر غزې د ځمکني برید لپاره خپلو پلانونو ته دوام ورکړي.

په ورته وخت کې د اسرائیلو پوځ د غزې په شمال کې د جبالیه سیمې له اوسیدونکو هم  غوښتي دي؛ څو دغه سیمه خالي کړي، او ټینګار یې کړی چې که حماس بیا پر دغه سیمه خپل کنټرول ترلاسه کړي، اسرائیلي ځواکونه به هلته د پوځي عملیاتو لپاره بېرته وروګرځي.

د دغه راپور له مخې د فلسطین د روغتیا وزارت اعلان کړى چې د غزې په مرکزی سیمو کې د اسرائیلو په شپنیو بريدونو کې ۲۴ کسان وژل شوی دی.

ددغه خبری آژانس د راپور پر بنسټ، يو اسرائیل پلوي  وېبپاڼې  فلسطیني لاريون کونکو زدکړيالانو باندې خپل بریدونه زیات کړی دی.

دغه ویبپاڼه د «قناري ماموریت» تر نامه لاندې په انسټاګرام او اېکس ټولنیزو پاڼو کې د «حماس د جنګي جنایتونو څیړونکو» تر نامه لاندې د فلسطیني زدکړيالانو عکسونه خپروي.

دا په داسې حال کې ده، چې په قاهره کې د حماس او اسرایلو ترمنځ د اوربند د خبرو دوهم پړاو  هم بې پایلې پای ته ورسېد؛ خو د امریکا ولسمشر جوبایډن اسراییلو ته خبرداری ورکړی، که پر رفح خپلو بریدونو ته دوام ورکړي؛ نو امريكا به  پردوى تسليحاتي مرستې بندې کړي.