افغانستان

پاکستان د افغانستان له سیلاب ځپلو سره خواخوږي څرګنده کړه

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې په افغانستان کې د وروستیو سیلابونو د قربانیانو له خپلوانو سره د خواخوږۍ په څرګندولو ویلي، چې هېواد یې په دې سختو حالاتو کې د افغانستان له خلکو سره دی.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي: “د پاکستان حکومت او خلک د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د سختو بارانونو او سیلابونو له امله د اوښتو پراخه مالي او ځاني زیانونو په اړه خپله ژوره خواشیني او خواخوږي څرګندوي.”

د ملګرو ملتونو د چارواکو د څرګندونو پر بنسټ، تر اوسه یوازې په بغلان ولایت کې په دغو سېلابونو کې له ۲۰۰ ډېرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.