افغانستان

بینیټ: افغانستان د اقلیمي بحران په وړاندې «زیانمنونکی» دی

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینیټ په بېلابېلو ولایتونو کې د سېلابونو او د هغو له امله د بې ساري اوښتو تلفاتو په ځانګړې توګه بغلان زيانونو په غبرګون کې؛ ویلي دي چې افغانستان د اقلیمي بحرانونو په وړاندې «زیانمنونکی»دی.

ریچارډ بینیټ پر اېکس  دا څرګندونې په هیواد کې د سیلابونو د قربانیانو له کورنیو سره د خپلې خواخوږۍ په بيانولو سره کړې دي.

هغه ټینګار کړى چې افغانستان بیړنیو مرستو او اوږدمهاله پلانونو ته اړتیا لري.

دا په داسې حال کې ده، چې په بغلان کې د طالبانو د کار او ټولنيزو چارو د مرستيال د څرګندونو پر بنسټ، د دغه ولايت اوسېدونکو له سيلابونو  ١٥٠ ډېر جسدونه را ايستلي دي.

د بغلان ولايت د نهرين ولسوالۍ د شورا منشي او د طالبانو د کار او ټولنيزو چارو مرستيال غلام رسول قانع وايي، چې د دغه ولايت په فلول سيمه کې خلکو د سېلابونو له امله ١٥٠ مړي را ايستلي دي.

هغه وايي چې لا هم د دې احتمال شته چې دغه شمېره لوړه شي.

ښاغلي قانع زیاته کړه، چې په دغه ولایت کې له دغې ويجاړونکې پېښې ٢٤ساعته تېردو وروسته هم د مرستندویه ادارو له لوري هېڅ ډول مرسته نه ده شوې.

د هغه په ​​وينا، دغو سېلابونو خلکو ته ډېرزيات زيانونه اړولي او خلک دا مهال بشري مرستو ته سخته اړتيا لري.