افغانستان

په هرات ولایت کې د سیلابونو له امله درې تنه مړه شوي دي

په هرات ولایت کې د سیلابونو له امله د یوه ماشوم په ګډون درې تنه مړه شوي دي.

په هرات ولایت کې د طالبانو رسنيو دفتر په یوه خبرپاڼې کې ویلي، چې دغه سیلابونه په کشک کهنه ولسوالۍ کې راوتلي او د هغو قربانیانو کورنۍ یې له ځانه سره وړي، چې کورونه یې د تېر کال د زلزلې له امله ویجاړ شوي وو.

په دغه خبرپاڼه کې ويل شوي چې له تېرې يوې اوونۍ راهيسې د دغه ولايت د چشت شريف، غوريان، زواول او يو شمېر نورې ولسوالۍ د سېلابونو د راوتلو شاهدې وې، چې له امله يې تر ٥٠ زيات د استوګنې کورونه ويجاړ کړي شوي دي.

په ورته وخت کې د تېرو ٢٤ساعتونو په اوږدو کې د پلخمري او مرکزي بغلان په ګډون د بغلان په بېلابېلو سیمو کې د سېلابونو له امله لږ تر لږه ۵۰ کسان مړه شوي دي.

په بغلان کې د طالبانو له طبیعي پېښو سره د مبارزې رياست وايي چې دا شمېر مخ په ډېرېدو دی.

د ټولنیزو رسنیو کاروونکو د ویډیو ګانو په خپرولو ویلي، چې د دغه ولایت د برکې ولسوالۍ فلول سیمه په بشپړه توګه سیلابونو لاندې کړې ده.

د حواله رسنيو دغو کاروونکو ویلي، چې په بغلان ولایت کې سیلابونه په بې ساري ډول زيات دي.

په ورته وخت کې، په تخار ولایت کې د سیلابونو له امله تر اوسه ۲۰ تنه مړه شوي دي.

د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند عبدالمبین صافي آمو ته په یوه غږیز پیغام کې ویلي، چې سيلابونو د دغه ولایت اشکمش، چال، نمک آب او فرخار ولسوالیو کې ډېر زيانونه اړولي دي.

له بلې خوا د طالبانو یو شمېر مخالفو سیاسي-پوځي جریانونو په جلا جلا خبرپاڼو کې ویلي چې طالبان د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د دغو سېلابونو د قربانیانو سره د مرستې توان نه لري.

دا په داسې حال کې ده، چې په بغلان او تخار ولایتونو کې سیلاب ځپلي هم د مرستو له نشتوالي او د دوی وضعیت ته له نه پاملرنې شکایت کوي.