افغانستان

یو شمېر سیاسي-پوځي جریانونو طالبان د سېلاب ځپلو سره د مرستې په برخه کې په نا توانۍ تورن کړل

یو شمېر سیاسي-پوځي جریانونه چې له طالبانو سره مخالف دي وايي چې «په داسې یوه حالت کې د یو مشروع او حساب ورکوونکي حکومت نشتوالی د دې لامل شوی چې خلک نور هم زیانمن شي».

د جمعیت اسلامي ګوند پر اېکس یوې اعلامیه کې ویلي دي:«له ټولو ځواکمنو اړخونو څخه؛ په ځانګړې توګه له نړیوالو مرستندویه موسسو، سوداګرو، په بهر کې د کډوالو ټولنې او خیریه بنسټونو څخه غوښتنه کوو چې ژر تر ژره د سیلاب ځپلو سره مرسته وکړي او د دوی د بیړنیو اړتیاوو په پوره کولو کې برخه واخلي.»

آزادي جبهه پر طالبانو نیوکه کوي او وايي چې «طالبان د دې ناورین او طبیعي پېښو د مدیریت توان نه لري».

دغې جبهې پر اېکس خپره کړې اعلامیه کې ویلي: «له یوې خوا طالبان د دې غمجنې پېښې او دې ته ورته پېښو د مدیریت توان نه لري،او د خلکو پر وړاندې د هېڅ ډول مسوولیت احساس نه لري. له بلې خوا، د زور او جبر او سیستماتیک تبعیض په کارولو سره يې هیواد د بشپړې نړیوالې انزوا لور ته وړى دى.»

د آزادۍ جبهه دا هم وايي، چې طالبانو د نړیوالو سازمانونو او مرستندویه موسسو پر فعالیتونو د سختو بندیزونو په لګولو سره «قربانیانو ته د بیړنیو مرستو رسول ستونزمن کړي دي».

په ورته وخت کې په تېر حکومت کې د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله هم له مرستندویه بنسټونو غوښتي چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د وروستیو سېلابونو له قربانیانو سره بېړنۍ مرستې وکړي.

بل خوا په بغلان کې سېلاب ځپلي هم د بېړنیو مرستو له نشتوالي او د دوی وضعیت ته له نه پاملرنې شکایت کوي.

په ورته وخت کې په ټولنیزو شبکوکارونکو د انځورونو او ویډیوګانو په خپرولو سره ویلي چې د بغلان ولایت د برکې ولسوالۍ فلول سیمه په بشپړه توګه سیلاب لاندې کړې ده.

په ورته وخت کې راپورونه وايي، چې په تخار، هرات، بدخشان، غور، فاریاب، کندهار، کندز او بادغیس ولایتونو کې هم سېلابونو پراخ مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.