افغانستان

طالبانو له خلکو وغوښتل چې د بغلان سیلاب ځپلو سره مرسته وکړي

طالبانو د افغانستان له خلکو غوښتي چې د بغلان له سېلاب ځپلو سره څه مرسته وکړي.

«د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر اېکس لیکلي: «موږ له خپلو هیوادوالو غواړو چې د دې طبیعي آفت له قربانیانو سره د مرستې لپاره اقدام وکړي او هغه څه چې دوی له وسه کېږي  ورسره شریک کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې په بغلان کې د طبیعي پېښو په وړاندې د طالبانو د مبارزې رئیس هدایت الله همدرد ويلي، چې تر اوسه د دغو سېلابونو د قربانیانو شمېر ۵۰ تنه دی؛ خو په وينا يې دا احصایه لومړنۍ ده او د زیاتو تلفاتو احتمال شته.

بي بي سي د طالبانو په منځ کې د خپلو سرچینو په حواله خبر ورکړی، چې د دغو سېلابونو له امله د وژل شویو شمېر ۶۰ ته رسېدلی او تر ۱۰۰ ډېر ټپیان دي.

د راپورونو له مخې دغو سېلابونو تر ټولو ډېر زيانونه د دغه ولایت برکه ولسوالۍ کې اړولي ده.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې د افغانستان یو شمېر ولایتونه د سختو بارانونو او ویجاړونکو سېلابونو شاهدان وو.

په تازه پېښه کې په غور ولایت کې سېلابونو سلګونه کورنۍ بې کوره کړې او لا هم په خلاصه فضا کې ژوند کوي.

له بلې خوا دغه سېلاب ځپلي د بېړنيو مرستو له نه رسېدو او د ددوى وضعيت ته له نه پاملرنې شکايت کوي.