نړۍ

جوزپ بورل: یو شمېر اروپايي هېوادونه په پام کې لري چې فلسطین د يو هېواد توګه په رسمیت وپېژني

د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پاليسۍ مسٶل  جوزپ بورل ویلي، هسپانیا، ایرلنډ، سلووینیا او مالتا د مى په ۲۱مه (د غبرګولي لومړۍ نېټه) په پام کې لري، چې فلسطين د  یوه هېواد په توګه په رسمیت وپېژني.

ښاغلي بریل زیاته کړه چې دغو هېوادونو هوکړه کړې چې د اسرائیلو تر څنګ د یوه هېواد په توګه د فلسطین د پېژندلو لپاره لومړی ګام دوى واخلي.

د هغه په ​​وينا، دغو هېوادونو د فلسطين او اسراييلو د دوو ملتونو لپاره د “دوه دولتونو” حل لاره په دې سيمه کې د سولې د تامين لپاره “مهمه” ګڼلې ده.

بورل ټينګار وکړ: “دا د سیاسي طبیعت سمبولیک عمل دی، دا [عمل] د یو هیواد [رسميت پیژندنه] د هغه د شتون اراده پیژني.”

هغه وویل چې بلجیم او یو شمیر نور هیوادونه هم په دې اړه غور کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې  اسراييلي ځواکونو په دې وروستيو کې د غزې پر سويلي سيمو پراخ هوايي بريدونه کړي دي.