افغانستان

د امریکا د سولې انسټیټیوټ: امریکا باید له افغانستان او پاکستان څخه د ترهګريزو ګواښونو پر وړاندې چمتووالی ولري

د امریکا د سولې انسټیټیوټ وايي، په افغانستان او پاکستان کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه د دغه انسټیټیوټ د لوړپوړي څېړنیز ګروپ په راپور کې چې په څلورو ورځو کې به خپور شي، له واشنګټنه غوښتل شوي چې له افغانستان او پاکستانه  د ترهګريزو ګواښونو د زیاتوالي لپاره چمتو شي.

دغه انسټیټیوټ ویلي، چې دغه راپور به د مى په ۱۴مه (د غويي ۲۵) خپور شي.

راپور کې ویل شوي: “دا موندنې موجوده ترهګريزګواښونه  او ددې ګواښونو هغه خطرونه پیژني چې د متحده ایالاتو او د هغې ګټو او د پالیسۍ غوراوي ته متوجه دي.”

د دغې څېړنیزې ډلې یوې کارپوهې ټریشیا بیکن په افغانستان کې د داعش خراسان ډلې شتون د سیمې لپاره مهم ګواښ بللی دی.

ټریشیا بیکن وايي: که څه هم طالبان د داعش خراسان ډلې سره د مقابلې لپاره انګیزه لري؛ خو له افغانستانه بهر د دوی پرله پسې بریدونه ښيي چې دوی یا نه شي کولای او یا نه غواړي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې د هوکړې له مخې د افغانستان څخه د ترهګرۍ د ګواښ د مخنیوي په برخه کې خپلې ژمنې پوره کړي.

مایکل پی مک کینلي، ددې مطالعاتو ډلې بل غړي، یادونه وکړه چې په سويلي او مرکزي اسیا کې د طالبانو تر ملاتړ لاندې ترهګرې ډلې د متحده ایالاتو د بهرنۍ پالیسۍ د پراخو اهدافو لپاره ننګونې رامنځته کوي.

د امریکا د سولې د انستیتوت یو کارپوه جوشوا وایټ وړاندیز کړی، که امریکا په افغانستان یا پاکستان کې مستقیم عملیات بیا پیلوي؛ باید د ملکي تلفاتو د مخنیوي او کمولو لپاره له زده شوي درسونه څخه استفاده وکړي.