نړۍ

د اوربند خبرو د ناکامۍ سره سم، اسراییلو د رفح په ختیځ کې هوايي بریدونه کړي

اسراییلي ځواکونو د پنجشنبې په ورځ (د غويي ۲۰) د رفح په ختیځ کې پر يوشمېر سیمو هوايي بریدونه وکړل.

په همدې حال کې د اسراييلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو د غزې پر سويلي سيمو د بريد په صورت کې اسرائيلو ته د پوځي وسلو د ورکولو د مخنيوي لپاره د امريکا د ولسمشر جوبایډن ګواښ له پامه غورځولی دی.

بنیامین نتنیاهو ویلي دي چې اسراییل به د اړتیا په صورت کې “یوازې” ودریږي او د خپلو “ګوتو په نوکانو” به جګړه وکړي.

په همدې حال کې یوه لوړپوړي اسراییلي چارواکي رویټرز ته ویلي، چې د غزې د شخړې د پای ته رسولو لپاره په قاهره کې د غیر مستقیمو خبرو وروستی پړاو پای ته رسېدلی او اسراییل به د خپل پلان سره سم پر رفح او د غزې په نورو برخو کې خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي.

د هغه په ​​وينا، اسراييلو د يرغمل شويو کسانو د خوشي کولو په تړاو د حماس د هوکړې وړاندېز په اړه خپل ملاحظات  د حماس او اسراييلو ترمنځ د خبرو منځګړو ته وړاندې کړي دي.