سویلي آسیا

د سینټکام قوماندان پاکستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د افغانستان له سرحدي سیمو څخه لیدنه وکړه

د امريکايي ځواکونو مرکزي قوماندانۍ يا “سينټکام” په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې جنرال مايکل کريلا پاکستان ته د خپل سفر پر مهال له افغانستان سره پر پوله د خيبر پښتونخوا ايالت له يو شمېر سيمو ليدنه وکړه.

د خبرپاڼې له مخې، د سينټکام قومندان جنرال مایکل ایرک کوریلا د پاکستان د پوځ له لوی درستیز عاصم منیر سره د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې د هڅو او د دواړو هېوادونو پوځ ترمنځ د پوځي همکاریو په اړه خبرې کړې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د سینټکام قومندان د خیبر پښتونخوا د پوځ او سرحدي ځواکونو له مشرتابه سره د سرحدي ترهګرو پر ضد د عملیاتو په اړه هم خبرې وکړې.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې مخکې د پاکستان د ملي شورا یو غړي ویلي وو، چې هېواد یې امریکا ته د افغانستان او ایران پولې ته څېرمه په بلوچستان ایالت کې دوه هوايي اډې ورکړي دي.