افغانستان

پاکستان او ایران په یوه ورځ کې نږدې څلور زره افغان کډوال شړلي دي

File-photo

په یوه ورځ کې ۳ زره ۵۵۷ افغان کډوال له پاکستان او ایران څخه په زوره او په خپله خوښه ویستل شوي او هېواد ته راستانه شوي دي.

د طالبانو د کډوالو چارو وزارت پر اېکس یوې خبرپاڼه کې ویلي چې په یوه ورځ کې ۲زره ۸۰٩ تنه کډوال په خپله خوښه او جبري توګه له ایران څخه هېواد ته راستانه شوي دي.

د دغې خبرپاڼې پر بنسټ، دغه کډوال پرون (چهارشنبه، د ثور١٩) له دغه هېواده ويستل شوي.

د هرات په اسلام کلا کې د طالبانو د سرحدي ځواکونو قوماندان وايي چې په دغو کډوالو کې کورنۍ او جره ګان هم شامل دي.

له بلې خوا د طالبانو د دغه وزارت د یوې بلې خبرپاڼې پر بنسټ، پرون (چهارشنبه، د غويي ۱۹) ۷۴۸ نور کډوال هم له پاکستان څخه ویستل شوي او هېواد ته راستانه شوي دي.

د دغې خبرپاڼې له مخې، د تورخم له لارې د ۴۶۸ کسانو په ګډون ۸۷ کورنۍ هېواد ته داخلې شوې دي.

په ورته وخت کې د ۲۸۰ کډوالو په ګډون ۵۱ نورې کورنۍ د سپین بولدک له لارې افغانستان ته داخلې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو تر ادارې لاندې د باختر آژانس د خبر له مخې، پاکستان او ايران دوه ورځې مخکې (د غويي په ١٨مه او ١٧مه) نږدې ٧٠٠ کډوالې کورنۍ له دې هېواده شړلي دي.