سویلي آسیا

په بلوچستان کې په یوه وسله وال برید کې ۷ تنه وژل شوي دي

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د څرګندو کسانو په یوه وسله وال برید کې ۷ تنه وژل شوي او یو تن ټپي شوی دی.

پاکستاني رسنیو ویلي، چې دا برید په ګوادر کې پر یو استوګنځي شوی دی.

د دغو راپورونو له مخې، د دې برید قربانیان د پنجاب او  سينګارونکي وو.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان د امنیتي څېړنو او مطالعاتو مرکز د کلني امنیتي راپور پر بنسټ، په ٢٠٢٣کال په دغه هېواد کې ۷۸۹ “امنیت ضد” پېښې ترسره شوي دي.

د دغه مرکز د موندنو پر بنسټ، په دغو پېښو کې يوزر٥٢٤ کسان وژل شوي او يوزر۴۶۳ نور ټپیان شوي دي.