سویلي آسیا

د پاکستان پوځ وايي، په دغه هېواد کې يې د دولت شپږ وسله وال  مخالفين وژلي

د پاکستان پوځ اعلان کړی، چې په دغه هېواد کې يې په دوو جلا پوځي عملياتو کې د پاکستان د حکومت شپږ تنه وسله وال مخالفين وژلي دي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو پر بنسټ، دغه پوځي عملیات پرون (چهارشنبه، د اپریل ۸) د خیبر پښتونخوا ایالت په دېره اسماعیل خان او شمالي وزیرستان سیمو کې شوي دي.

د يادو راپورونو له مخې د پاکستان  پوځ په دغو دوو پوځي عملياتو کې وسلې، مهمات او ناچاودېدونکي مواد هم کشف کړي دي.

تېره اوونۍ هم د پاکستان پوځ اعلان کړى و، چې د خیبر پښتونخوا ایالت په ټانک سیمه کې په پوځي عملیاتو کې د دغه هېواد د حکومت درې وسله وال مخالفين وژل شوی او ۱۱ نور ټپیان شوی دی.

په ورته وخت کې، د پاکستان د امنیتي څېړنو او مطالعاتو مرکز کلنی امنیتي راپور ښیې چې په ٢٠٢٣کال په دې هیواد کې د ٧٨٩ “امنیت ضد” پیښې ترسره شوې دي.

د دغه څېړنیز مرکز د موندنو له مخې، په دغو پېښو کې يو زرو٥٢٤ کسان وژل شوي او يو زر٤٦٣ نور ټپیان شوي دي.

په ۲۰۲۳ کال کې په پاکستان کې د امنیت ضد پېښو دغه اندازه د تېرو شپږو کلونو په پرتله په بې سارې ډول زياته ده.

د پاکستان د څېړنو او امنیتي مطالعاتو د مرکز د راپور له مخې، خیبر پښتونخوا په ۲۰۲۳ کال کې د تاوتریخوالي اصلي مرکز و، چې د دغو پېښو ۸۴ سلنه يې په دغه ایالت کې پېښې شوې دي.

دغه راز د دغو موندنو پر بنسټ په پاکستان کې د امنیت ضد پېښو له ۹۰ سلنه ډېر زيانونه  خیبر پښتونخوا ایالت کې رامنځته شوي دي.