نړۍ

اسرائیلو د اوربند وړاندیز رد کړی او ویلي یې دي چې پر رفح به خپلو بریدونو ته دوام ورکړي

اسرائیلو ویلي دي چې په غزه کې د اوربند شرایط د دغه هیواد غوښتنې نه پوره کوي او پر رفح ښار باندې به خپلو بریدونو ته دوام ورکړي.

رویټرز راپور ورکړی چې که څه هم حماس په غزه کې د اوربند شرایط تایید کړي؛ خو اسراٸيلو نه دي منلي او د اوربند موضوع لا څرګنده نه ده.

د دغه راپور له مخې د اسرائیلو د لومړي وزير بنیامین نتانیاهو دفتر په یوې خبرپاڼه کې ويلي: “د اوربند وړاندیز د اسرائیلو له غوښتنو سره برابر نه دى؛ خو اسراییل یو پلاوی د مذاکره کوونکو سره د ليدنې لپاره استوي؛ څو يوې هوکړې ته د رسیدو لپاره هڅې وکړي.”

په خبرپاڼه کې راغلي، د اسراييلو د لومړي وزير دجنګ کابينې په رفح کې د پوځي عملياتو د دوام منظوري ورکړې ده.

یوه اسراییلي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط رویټرز خبري اژانس ته ویلي، “هغه وړاندیز چې حماس ورسره هوکړه کړې وه، د مصر د وړاندیز یوه کاپي وه او داسې عناصر پکې شامل وو چې اسراٸیلو ته د منلو نه وو.”

اسراٸيلي چارواكي وايي، داسې ښكاري چې دا يو چل دى، چې موخه يې دا ده؛ څو اسراييل د يوه داسې لوري په توګه ښکاره چې له هوکړې څخه ډډه وكړي.

په ورته مهال د قطر د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې د اسراییلو یو پلاوی به نن (سه شنبه، د می ۷) له حماس سره د غیر مستقیمو خبرو د بیا پیل لپاره قاهرې ته ولاړ شي.

د دغه راپور له مخې، پرون (دوشنبه، مې ۶) حماس په غزه کې د اوربند لپاره د منځګړیتوب له وړاندیز سره موافقه وکړه؛ خو اسراٸیلو په رفح کې خپلو بریدونو ته په اوربند ترجيح ورکړی ده.

دا په داسې حال کې ده چې د غزې د روغتیا وزارت د شمېرو پر بنسټ تر اوسه په غزه کې د اسرائیلو او حماس تر منځ په نښتو کې تر ۳۴ زره او ۶۰۰ ډېر فلسطینیان وژل شوي او ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې په دې سیمه کې د قحطۍ د رامنځته کېدو احتمال نږې دى.